نظم

فصل - د اتو مسئلو د وضو د نمانځه په کار

Khushal Khan Khattak

دا اته مسئلې ښې دي

په نمانځه په اودس کې دي

په درې نمونځ اودس ماتېږي

په درې نمونځ د کس ماتېږي

په دا درې توکه نمونځ مات شي

د اودس کله آفات شي

اول نوک خندا قهقه ده

د حدث چار په عمدا ده

بېهوشي د سوېدا ده

د نمانځه د اودس دا ده

يو د پوزې وينې جانه

د اودس دي دا نقصانه

چې خواړه وخورې نمونځ مات شي

يا ويل چې کم و زيات شي

بل کثير فعل ای ناسه

يعنې کار په دواړه لاسه