نظم

فصل - د عشر د خراج

Khushal Khan Khattak

راشه واوره له خټکه

دوه حکمونه لري ځمکه

يا عشري يا خراجي ده

دا فتوا د سراجي ده

عشري ځمکه ده شپږ رنگه

چې نيولې وي بې جنگه

د عربو ملک درست ياره

ته عشري سره و شماره

نور په جنگ امام نيولي

په غازيانو يې وېشلي

چې په څاه په باران کېږي

هغه هم عشري يادېږي

خراجي ځمکه چې ياد شي

په احيا يې عشر زياد شي

مسلمان چې بستان ساز کا

په هغه عشر جواز کا

چې تر دا ځمکې سوا دي

خراجي سره احصا دي

چې غازيانو وي نيولې

ځمکه دوی نه وي وېشلې

خراجي ده هغه واړه

که آبي که للمه دواړه

خراجي ده د هند ځمکه

چې وېشلې نه ده ځکه

تر نيمگي که زيات آخلي

د خراج د ملک بد ځغلي

چې دځمکې نه څه زېږي

وچ لامده چې پيدا کېږي

په همه عشر واجب دی

په لږ ډېر بيا چې طيب دی

اول کار د عشر ښه دی

که په لو که په رېبه دی

بيا سند باندې نظر کړه

ښه غله په عشر ور کړه

که غله ده که مېوه ده

که تره که خربوزه ده

که پومبه که توت که نور څه

که ووځي سپين و تور څه

واجب شوي پر همه وي

لږ يا ډېر که تا څه زده وي

په واښه په لرگي نشته

په گياه نور په هر څه شته

که گلونه د بوستان وي

که ترې نفع د انسان وي

په هغه هم عشر کېږي

نور به څه ځنې خلاصېږي

که وېلنی که سبزه ده

په هر لس دستې يوه ده

لس گېډۍ گني ای زويه

يو گېډۍ تر عشر بويه

که مولۍ دي که گازرې

په هر لس يوه دغورې

په وام دار شته په کودک شته

دمجنون په بېش اندک شته

که يې باغ په څاه ودان وي

عشر نيم درست په باران وي

که په خواست وغواړي ځمکه

يا په اجار ای هلکه

کار د عشر په تا نه دی

ملک د چا دی په هغه دی

چې عسل په ځمکه کېږي

په عسل عشر رغېږي

که دځمکې گنجينه وي

زر و سيم يا مسينه وي

که تازه د مسلمان ده

که يې ور نه کړه تاوان ده

د څښتن طلب يې وکړه

حواله يې په هغه کړه

گنجينه که دکافر وه

لرغونۍ پټه مضمر وه

پنج و يک ځنې بدر کړه

دروېشانو ته يې ور کړه

نور همه په تا حلاله

خلاص يې ته له قيل و قاله

که ياقوت که جواهر دي

واړه ستا که لک که زر دي

په درياب کې که ته درومې

واړه ستا دي چې څه مومې

د زکات دي اوه گروهه

چې پرې روغ دي بې اندوهه

اول روغ په فقيران دی

دويم روغ په دروېشان دی

درېم روغ په عاملين دی

په تحصيل يې تعيين دی

يا مؤلف القلوب دي

که اوس نه آخلي هم خوب دي

يا هغه چې فی الرقاب دي

ځان يې وپېرود کرياب دي

شپږم گروه يې غارمين دي

چې تر قرض لاندې غمگين دي

اوم فی سبيل الله دي

چې غازيان که حق د راه دي

يا دلارې مسافر دي

چې خوردن و ته ناظر دي

که صدقه وي که زکات وي

پر روا په روايات وي

نه په پلار زکات رغېږي

نه په زويه روا کېږي

که نمسی وي که نيکه وي

روغ زکات په واړو نه وي

که در هم وي که دينار وي

په داواړه دا نار وي

که عورته زکات ورکا

و مېړه ته بده چر کا

که څښتن ور که برده نه

زکات نه درومي له ده نه

داوه يې نه په دروغ دی

په سيد زکات ناروغ دی

هر چې کل بني هاشم دي

په زکات کږلي هم دي

که کفن دمرده وکړه

د زکات په مال ښه نه کړه

که مسجد که خانقاه دی

د زکات په مال تباه دی

که مېلمه په زکات تېر کړه

يا ته عشر تېر و بېر کړه

که زکات که عشر ياره

مستحق ته يې وسپاره

هاله ستا غاړه خلاصېږي

په بل رنگ نه ادا کېږي

په زکات کې نيت بايده دی

زکات بې نيته روغ نه دی

په توانگر زکات روغ نه دی

که يې ورکړه کله ښه دی

په خطا که زکات ور کړه

و توانگر نور به حذر کړه