نظم فصل - د نمانځه د فرضونو Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په نمانځه کې دولس څيزه فريضه دي ای عزيزه 02 شپږ بېرون شپږ اندرون دي درته وايم چې بېرون دي 03 د لاسونو د مخ ولل دي په جامه ځان پټول دي 04 چې پرې نمونځ کوي پاک ځای دی بل په وخت د نمانځه رای دی 05 و قبلې ته مخ کول دي نيت دنمونځ په ځای راوړل دي 06 د تکبير ويل ای ياره دروني سره وشماره 07 بيا په پښو ودرېدل دي ور پسې قرآن لوستل دي 08 بيا رکوع دی بيا سجود دی قعده وروستی نمود دی 09 چې په دا کې يو نقصان شي واړه نمونځ د سړي وران شي 10 چا چې نه زده وي دا واړه خلاصه نه وي دده غاړه Dictionary meaning × Headword