نظم

فصل - د نمانځه د نيت

Khushal Khan Khattak

په نمانځه کې لازم نيت دی

فريضه دی که سنت دی

نيت د وخت نيت د امام دی

په څلور نيت تمام دی

تطوع چې گذارينه

بس چې نيت د نمانځه وينه

په قيام پښه لرو بر که

سجده گاه ته دې نظر که

په رکوع کې دې پښې گوري

له نور څه دې نظر ژغوري

په سجود نه په بل لوري

هغه وخت دې پوزه گوري

شل سرونه دي د گوتو

په قبله بويه د بختو

چې پاڅينه چې کښېنينه

په ښۍ پښه دې آغاز وينه

تحيات چې ابتداء کا

په زانو دې نظر واکا

هغه وخت چې نمونځ تمام که

انتهاء دې په سلام که

په سلام کې دا نيت ښايي

په پرښتو دې سلام وايي

په هغو چې څوک شريک دی

په نمانځه کې په تحريک دی

په نمانځه کې تسبيحات

خود ښکاره دي تکبيرات

چې درست نمونځ واړه ادا که

بويه دا بيا دې دعا که

اول بويه چې ځان ژاړي

مور و پلار دې بيا و غواړي

مؤمنان دې واړه ياد که

په دعا دې هر څوک ښاد که

دا حديث د پاک رسول دی

پس له نمازه خواست قبول دی