نظم
فصل - د نمانځه د پاره شناخت د قبلې
Khushal Khan Khattakچې يې شناخت د قبلې نه وي
مسافر وي که نو ر څه وي
د قبلې تحقيق دې وکا
بويه دا چې نمونځ هاله کا
که څوک نه وي د پوښتنې
وخت يې درومي په مرستنې
خپل يقين ته دې وگوري
نمونځ د کا په هغه لوري
په نمانځه کې که خبر شي
چې يې نمونځ په بل مقر شي
په نمانځه کې دې څرخ وکا
و قبلې ته دې مخ ښه کا
که يې شک وي تحري کا
مخ په کيڼ کله په ښي کا
که څلور لوريه څرخېږي
لازم نه دي نمونځ يې کېږي
په تحری چې نمونځ ادا کا
چې خبر شي نمونځ دې بيا کا
په بېړۍ کې نمونځ روا دی
که ولاړ که ناست بر جا دی
په هر لور چې بېړۍ غورځي
و قبلې ته دا دې گرځي
که تړلي سره درومي
دو بېړۍ امام څوک مومي
اقتداء پسې روا ده
دا خبره په رښتيا ده
نفل نمونځ که سور په اس که
مسافر به څه وسواس که
فرض واجب سنت دې دواړه
په ضرور يې جواز غواړه
که دښمن يا باد باران وي
نمونځ دې که که ساعت گران وي
فرض واجب چې پېش و پس کړې
يا يې زيات و کم ته کس کړې
يا سورت ور څخه هېر شي
يو الحمد ورته ډېر شي
لوست په ورو يا يې بلند کړې
يا بلند په ورو څرگند کړې
قرات تحيات دواړه
پېش و پس کړه په دا واړه
سجده سهوه شي واجبه
که ته سهوه شې طالبه
که دا کار ته په عمدا کړې
نمونځ دې مات شه نمونځ به بيا کړې
که په سهوه په عمدا وي
که سنت پاتې له تا وي
سجده سهوه نشته جانه
نمونځ دې کېږي له نقصانه
شب و روز چې فريضه دي
په کتاب کې عريضه دي
همگي نمونځونه پنج دي
په پنځه وخته پنج گنج دي
اول نمونځ نمونځ د بامداد دی
حکم هسې د استاد دی
چې رښتينی صبح کېږي
گذاره شي چې نمر خېژي
چې زوال د آفتاب وشي
نمازپښين گذار هاله شي
چې د څيز سايه دو چند شي
تر هغه گذاره څرگند شي
مازديگر دې گذارينه
چې لا نمر په غرونو وينه
چې شفق دی تر غروبه
چار د شام ده هومره خوبه
چې سرخي د شفق ولاړه
ماسخوتن روا په واړه
که تر نيمو شپو گذاره شي
گذارل د عشاء ښه شي
گنې وخت يې همدمه
د صبا تر صبحدمه
وتر نمونځ هم د عشاء دی
د کتاب روايت دا دی