نظم
فصل - د نمانځه د سنتونو
Khushal Khan Khattakڅلېريشت څيزه د نمانځه دي
چې سنت دي زياتي نه دي
قولي دولس دي عزيزه
بيا فعلي دي دولس څيزه
چې قولي دي در ته وايم
واړه ښه دي چې يې ستايم
يو سبحانک اللهم
بسا اعوذ ده دويمه
بيا ويل د بسم الله دي
بيا ويل سمع الله دي
لمن حمده پنځم شي
ربنا لک شپږم شي
په رکوع کې تکبير اته
د سجود وايم و تاته
په رکوع کې تسبيحاته
د سجود غوږ کړه و ماته
فاتحه لوستل يوولس
تحيا لوستل پس دولس
چې فعلي دي سنتونه
په اکثر روايتونه
چې تکبير تحريمه کړې
هسک لاسونه تر اوږه کړې
چې بر حال د انگشتان وي
ښی په کيڼ پسې عيان وي
هم قومه ده هم جلسه ده
بيا په دا پسې سجده ده
بيا سلام راستا چپا دی
گستردن پسې د پا دی
د امام متابعت دی
د قنوت تکبير سنت دی
په قعده کې ناستی بيا دی
په دويم هم احصا دی