نظم
فصل - د نمانځه د واجباتو
Khushal Khan Khattakد نمانځه چې واجبات دي
اوه څيزه دي نه زيات دي
فاتحه ضم له سورته
په اول دوره رکعته
دويم سم چې ودرېږي
په رکوع سجود کوزېږي
تشهد ناستی دريم دی
آخرين يې څلورم دی
پنځم لوستل د قنوت دي
چې په وتر کې ثبوت دي
د عيدينو تکبيرونه
واجب وشول شپږ څيزونه
اوم لوستل د امام دي
په څرگند چې صبح و شام دي
بيا څرگند دماسخوتن دي
دوه نمونځونه پټ خواندن دي
که په قصد که په نسيان وي
فرض چې پاتې شي درست زيان وي
که واجب پاتې عمدا شي
نمونځ نقصان سره ادا شي
که په هېر وي عمدا نه وي
سجده سهوه وکړه ښه وي
که سنت پاتو له چا شي
قضا نشته نور بلا شي
د نمانځه چې مکروهات دي
دولس څيزه دي نه زيات دي