نظم
فصل - د سفر د مانځه
Khushal Khan Khattakپه سفر چې څوک روان شي
نمونځ د قصر په دا شان شي
په درې ورځې چې اوښان ځي
نه يله چې په کاروان ځي
که سفر هومره دراز وي
باندې روغ قصر نماز وي
ماسپښين عشاء بل عصر
فريضه دې گذاري قصر
قصر نمونځ په فاتحه دی
دوه رکعته په سوره دی
چې په خپل کلي داخل شي
قصر نمونځ هله باطل شي
د سبا دوه رکعته
د نماښام درې له سنته
دا چې دي واړه گذارل شي
فرض سنت وتر دې تل شي
که پنځلس ورځې نيت کا
چې په ښهر اقامت کا
هورته قصر ناروا دی
چارگاني نماز روا دی