نظم

فصل د سترگو د دارو

Khushal Khan Khattak

کور کمن فلفلين وروره!

بيا د کاڼي مالگه گوره

بابيړنگ سونډ کوته هم

ياره وچه چتره هم

د نيم پاڼې موټه وياړه

دا دارو د سترگو غواړه

دا همه برابر جانه!

واخله ته له ښه دو کانه

له متيازو يې ته آس کړه

ترې گولۍ سازې په قياس کړه

په سايه کړه گولۍ وچې

چې به کمې وي تر پچې

سايېده که په اوبو شي

ستا په سترگو پورې ترو شي

د نزول مرض به ورک کا

په فرصت به مريض سپک کا