نظم
فصل - د سجده تلاوت
Khushal Khan Khattakتلاوت چې کړې ای زويه
څوارلس ځايه سجده بويه
که بل کس تلاوت کاندي
ته يې اورې ستا د وړاندې
په سجده باندې چې راشي
په تا هم سجده روا شي
که اودس دې په ځای نه وي
په اودس دې بيا هاله وي
په سجده کې تسبيح وايه
درې کرته صحيح وايه
په قهقه که ته وخاندې
په سجده کې سجده غاندې
سجده نه وشوه که ښه کړې
بيا به بله سجده وکړې
که ته سور په اوښ په آس وې
يا په خره په غوايه پاس وې
که سجده په اشارت کړې
ته دا کار په روايت کړې