نظم

فصل - د وضو د دعوات

Khushal Khan Khattak

په اودس کې دا دعا ده

په حديث د مصطفی ده

ته چې نيت د اودس وکړې

په خپل لاس تويې اوبه کړې

په اودس کې له اوله

دعا داده ويې لوله (الحمد الله الذي جعل الماء طهوراً و جعل الاسلام نوراً دد ليلا قابلا الی الجنة)

هغه وخت چې استنجا کړې

بويه دا چې دا دعا کړې ( بسم الله اعلي العظيم و الحمد الله علی دين الاسلام الاسلام حق و الکفر باطل)

چې فارغ له استنجا شې

ته به سر په دا دعا شې (اللهم اجعلي من التوابين و اجعلي من المتطهرين و اجعلني من عبادک الصالحين و اجعلني من الذين لا خو

چې اوبه دې په دهان کړې

دا دعا دې په زبان کړې (اللهم اسقني من حوض لبيک کاسا لا ظما بعده)

چې اوبه دې کړې په پوزه

دا دعا تر ژبه بوزه (اللهم ارخني رائحة االجنة وارزقني نعماؤها)

ته چې مخ وينځې مؤمنه

دا دعا دې ده سودمنه ( اللهم بيض وجهي بنورک يوم تبيض وجوة وتسود وجوة)

چې ښی لاس وينځې دا وايه

مزد به بيا مومې له خدايه ( اللهم اعطني کتابي بيميني وحاسبني حسابا يسيراً)

چې کيڼ لاس وينځې دا لوله

نه يو ځل په څو څو ځله ( اللهم لا تعطني کتابي بشمالي ولا من وراء ظهري ولا تحاسبني حساباً عسيراً)

بيا چې مسح د خپل سر کړې

دا دعا به مکرر کړې ( اللهم اعني برحمتک علی راسی)

بيا چې ماء وروړې تر غوږه

دا دعا لوله ونغوږه ( اللهم اجعلني من الذين يستمعون القول فيتبعون احسنه)

بيا چې مسح د گردن کا

دا دعا دې مرد و زن کا ( اللهم اعتق رقبتي و رقبة ابائي و امهاتي من النار)

بيا په وخت د پښو وللو

دا دعا ده د ويلو ( اللهم نجني من غضبک يوم يوخذ بالنواصي والاقدام و جاوزني علی الصراط و اد خلني الجنة يا ذُوالجلال وا�

بيا چې وينځې پښه دويمه

دا دعا لوله دايمه ( اللهم ثبت قدمي علی الصراط يوم تزل فيه اقدام المنافقين فی النار)

چې فارغ شې له اودسه

دا دعا لوله له پسه ( سبحانک اللهم و بحمدک اشهد ان لا اله الا الله و استغفرک و اتوب اليه )

چې اودس وکړې روان شې

دا دعا وايه تر خان شې ( اشهد ان لا اله الا الله وحدهُ لا شريک لهُ و اشهد اَن مُحَمدًا عبده و رسوله)

په مسجد چې قدم کېږدې

دا دعا وايه چې پښې ږدې ( اللهم اغفر لي ذنوبي لي ابواب رحمتک و ابواب کرمک يا ارحم الراحمين )