نظم

فصل - د ظهار د کفارت

Khushal Khan Khattak

د ظهار کفارت بل دی

پرې به پوه وي چې عاقل دی

د ظهار د روژې ياره

کار يک رنگ سره وشماره

د روژې کفارت څه دی

کفارت هسې دده دی

ظهار څه دی درته وايم

لږ و ډېر په دا دانا يم

که عورتې ته ووايي

چې د مور لنډه په ما يې

يا يې گېډه يا ورنونه

يا سرين هسې ځايونه

په دا واړو مظاهر شي

کفارت و ته جوړ زر شي

که يې خور کړې يا يې مور کړې

يا عمه کړې يا يې ترور کړې

يا يې خواښې يا يې نيا کړې

يا يې لور يا يې چې دا کړې

چې روا ورباندې نه وي

هغه رنگ تر خوله واته وي

ته په دا مظاهر کېږي

دخول مه کړه که پوهېږې

کفارت اول ادا کړه

نزديکي له ښځې بيا کړه

په قرآن کې دا آيت دی

ثابت شوی کفارت دی

آزادي د بنده ښه ده

گڼه دوه مياشتې روژه ده

که دا نه وي بيا طعام دی

په فقراء په څاښت په شام دی