نظم

فصل - د زکات

Khushal Khan Khattak

که د مال څښتن بنده دی

د بنده زکات گنده دی

که د مال څښتن مجنون دی

په هغه هم زکات چون دی

که کافر دی يا وام دار دی

ترې ساقط دزکات کار دی

زر که هومره تر وام زيات وي

څو نصاب فرض پرې زکات وي

چارپايان چې تېر تر کال شي

صحرا چر وي هاله مال شي

د زکات مقدار ای جانه

ثابت نه دی له قرآنه

چې مقدار پرې مقرر دی

په حديث د پېغمبر دی

د طلا نصاب ای ياره

په فتوا دی شل ديناره

د نقره دوه سو ديناره

په نصاب يادېږي ياره

که سيم زر تر دا اندک وي

زکات کله باندې لک وي

زر و سيم چې د نصاب شي

کال پر تېر په شمار حساب شي

هاله فکر د زکات کړه

په وکښل يې مباهات کړه

که زر کم وي تر نصابه

سيم هم کم وي تر حسابه

دواړه توکه سره شمار کړه

بيا هاله د زکات چار کړه

که نصاب شي دواړه توکه

زکات ور کړه و چا روکه

که په دوه سو چل زياتي شي

هغه چل هم زکاتي شي

چې څلوېښت پرې زياتېږي

تر هغه چې چونسو کېږي

شماره کوه زکات وباسه

که پوهېږي پوه شه ناسه

که مضروب که نا مضروب دی

زر و سيم په زکات خوب دی

که د زرو سيم سودا کړې

يا حلی يا يې عصا کړې

يا زېور وي د زنانو

يا وښي د کودکانو

زر و سيم که دېگ طبق وي

که دزين که د يرق وي

همه واړه سره شمار کړه

بيا هاله د زکات کار کړه

که درم بېرون تر شمار شي

په درم به بزه کار شي

په مضروب باندې زکات شي

د شيعه وو نه په مات شته

شافعي هم په دا ولاړ دی

نور چې مال دې تا کره وي

په سودا په تجارت ځي

پرې پلوري په قيمت ځي

په هر کال واړه حساب کړه

په زکات يې ځان مثاب ځي

چې قيمت دمتاع څو وي

زکات هومره د يستو وي

چې قماش د سودا نه وي

فرش فروش جامه يا څه وي

که ستا بې زور آلات شته

د روزگار لوښي يا مات شته

د روزگار خېمې تنبوان وي

توشکونه فراوان وي

د سوارۍ لرې آسونه

غوا د لوېغ لرې پخسونه

که غوايه د زيست روزگار وي

که اوښان د کاروبار وي

مېږې بزې د دوشيدن وي

چې په کور د شير دادن وي

که وي وينځې که مريونه

چې خدمت کا ستا په خونه

که غله که حبوبات وي

که خوراک لره کم زيات وي

که دې ملک که دې ضياع وي

که څه نور د کور متاع وي

که د فروخت د پاره نه وي

تر نصاب کمتر دا څه وي

په دا واړه زکات نشته

د پوښتنې حاجت نشته

که زکات دې پخوا ور کړ

که دې عشر و چا ور کړ

دا بد کار نه دی ښه کار دی

چې يې وقت راشي بيا شمار دی

که اوښان د چا پنځه وي

صحرا چر وي د کور نه وي

يو گوسفند يې زکات کېږي

چې نصاب باندې رغېږي

که ډېر کور لږ په صحرا وي

پرې زکات کله روا وي

تر اته پورې يو مږ وي

که همه ستا په دروږ وي

په هر کال چې اوښان لس شي

باندې دوه مږونه پس شي

چې اوښان پوره پانزده شي

درې گوسفنده دې در زده شي

تر پنځلس که يو کم وي

دوه گوسفند باندې رقم وي

که اوښان د سړي شل وي

څلور مږونه مخاض کېږي

چې په شپږ دېرش ور سېږي

هور ته بنت لبون کېږي

چهل اوښ چې په شماره شي

زکات اوښه سه ساله شي

شپږ او يا چې اوښان چون شي

هله دوه بنت لبون شي

دوه حقې په نود ياره

تر سل شل يې بيا و شماره