نظم

فصل - درې وخته چې نفل نمونځ کړی شي

Khushal Khan Khattak

په دا درې وخته کې زده کړه

گذارل دنفل مه کړه

يو چې وخت د صبحدم شي

د بامداد د مانځه غم شي

بل چې وخت داستوا شي

نفل هور ته ناروا شي

هر چې نمونځ د عصر وکړه

چېرې نفل نمونځ به نه کړه

نو دا درې وخته روا وي

که قضا گذارل د چا وي