نظم

فصل - فرق د مردانو د زنانو

Khushal Khan Khattak

په څو توکه د مردانو

کار چې نور دی د زنانو

په تکبير کې لاس تر دوش

وړي دې ښځه نر تر گوش

ټولې پښې دې ودرينه

چې کښېني يا چې پاڅينه

نشته بانگ نماز په ښځو

د قامت جواز په ښځو

نه پرې بانگ نه پرې قامت شته

نه پرې نمونځ په جماعت شته

نه پرې نمونځ د جمعې دَين دی

نه په دوی نمونځ د عيدين دی

که يې که ثواب به مومي

پوشيده دې صف ته درومي

لاس دې کوز کېږدي تر تيو

پټ لاسونه ترو ښيو

ورو پرې لوسته د نمانځه شته

پرې بلند قرات نشته

په قيام کې چې درينه

پښې دې وصلې سره ږدينه

چې يې ناست په تشهد وي

ناست په کيڼ سر ين لا بد وي

ښۍ پښه دې وږدې ږدي

ځان دې ټول وبله کېږدي

سر تر پايه دې ځان پټ که

نا محرم وته دې څټ که

که هلک يې په دوش ناست وي

يا ددې په غېږ کې نماست وي

که جامې يې پاکيزه وي

د نمانځه کله بزه وي

که جامه يې وي چر کينه

يو درم نمونځ يې نه شينه

پۍ د تي که هلک روي

په نمانځه کې مونځ يې نه وي

مخ ، ورغوی، تلي نه دي

عورت نور عورت هر څه دي

که سينه وي که پهلو وي

که ورمېږ که د سر مو وي

که يې لېچې که يې ساق وي

په دا کار کې اتفاق وي

چارو يک چې برهنه شي

نمونځ د ښځې حبطه شي

که کمتر تر چارو يک وي

سکه روا يې نمونځ په شک وي

که يې گېډه يا يې لنډه

کوز د پرتاگه تر گنډه

که بربنډ تر درم زيات شي

اتفاق دی نمونځ يې مات شي

مگر ډېر ضرور پرې پېښ وي

حادثه وي يا يې رېښ وي

چې مېړو ښې دي مېرمنې

پرهېز گارې پاک لمنې

مخ تلي د پښو رخصت دي

ورته نور واړه عورت دي

نا بالغ جنۍ يا وينځه

دا څو توکه ځنې وينځه

که برمنډ يې سر يا مو وي

يا يې ساق گردن با هو وي

باک يې نشته نمونځ يې کېږي

په دا کار دې وپوهېږي