نظم

فصل - کفارت د ايلاء

Khushal Khan Khattak

کفارت بيا د ايلاء دی

که پوهېږې ايلاء دا دی

که سوگند وخورې ای وروره

چې به څه نه ملم له کوره

يا سوگند دا هسې وکړې

چې دخول ور سره نه کړې

يا به زه او دا سرونه

په بالښت سره نه ږدونه

که صحبت ور سره وکا

په څلور مياشتې که ښه کا

کفارت پرې د سوگند دی

دغه کار دده پسند دی

که څلور مياشتې شي تېرې

ور نژدې نه شي يا چېرې

يو طلاق بائن پرېوځي

قباحت په کې کښېوځي