نظم
فصل - لس څيزه سنت د ابراهيم پيغمبر
Khushal Khan Khattakپه اوبه په خوله په پوزه
بل مسواک کول به روزه
بل د سر وېښته خرېيل دي
زېر ناف دي د بغل دي
بل ختنه کول ای جانه
استنجا په اوبه ځوانه
بل اخستل د برېتونو
بل اخستل د نوکونو
د نساء د سر وېښته دي
چې يې نه کلوي ښه دي
دا سنت لس د خليل دي
د مؤمن دي د اصيل دي
چې په ځای که دا لس څيزه
اولياء دي ای عزيزه
که د مرد که د نساء دي
څلور رنگه اوبه دا دي