نظم
فصل - لقطه چې څوک بيا مومي
Khushal Khan Khattakکه سړی په لارې درومي
ناگهانه چې بيا مومي
دوه سړي دې شاهدان کا
د زړه حال دې ور عيان کا
چې دا څيز ځکه ساتم
چې څښتن ته يې ور کړم
قيمت چې د هغه مال وي
هم دې درست څرگند احوال وي
مال دې وساتي درې کاله
که يې څوک پيدا شي لاله
مال دې ور کا و هغه ته
هر چې ور کاندي و ده ته
که هيڅوک يې پيدا نه شي
په درې کاله نور دده شي
که مال درست واړه په ځان خوري
که يې درست په دروېشان خوري
دی که وي له توانگرانو
په که يې خوري په ناتوانو
مال که ډېر ترسل درم وي
تر هزار درمه کم وي
پوره کال دې يې ساتينه
هغه پس دې يې خورينه
که تر لس درم تا صد وي
تر هفته ساتل په يد وي
که گواهان نيولي نه وي
درست تاوان د مال په ده وي
که لقطه هسې ناچيز وي
چې ساتل يې سهل نيز وي
په فقراء دې يې قسمت کا
ځان دې خلاص په روايت کا
پوه د شرع په هر کار شه
چې سودا کړې خبردار شه
ورته وايه چې څه پېري
چې څرگند وايه چې جيري
چې دا څيز پېرم له تانه
په سل رايې کړه و ماته
چې د مال څښتن ووايي
چې در کړی دا نه ښايي
مشتري دې هم ووايي
چې ما وپېرود دا ښايي
مگر دواړه وخوښېږي
نورد بيع نه غوړېږي
که په لاره ځي دوه تنه
مسئله ده مبرهنه
مشتري که وويينه
چې ما وپېرود په سپينه
يا څښتن د مال ووايي
چې څرخ کړی بهايي ښايي
که څوک هسې ووايينه
چې لينده لرم مهينه
ما په تا ده خرڅه کړې
بها هم وي د نومړې
مشتري که نور ويل کا
پس له دې رنگ جان مايل کا
پرودنی ووايينه
زده کړه دا بهانه شينه
ولې درنگ په منځ کې تېر شه
لفظ د بيعې تېر و بېر شه