نظم

فصل - په دا درې وخته چې نمونځ په کې روا نه دی

Khushal Khan Khattak

په دا درې وخته هوښياره

نشته نمونځ له نماز گذاره

يو چې نمر علم څرگند که

سر د ځمکې نه بلند که

بل چې ټکڼه غرمه شي

لا يې لږ سايه کږه شي

بل چې نمر تر غره پنهان شي

بې له عذره بل نمونځ گران شي

نمونځ د عصر يا د شام دی

تر دا منځ سجود حرام دی