نظم
فصل - په موزه مسحه کول
Khushal Khan Khattakدرست تمام اودس چې وکړه
بيا په پښو به موزه ته کړه
بيا که ته شې بې اودسه
په موزه کړه مسحه کسه
د مقيم شبانه روز ده
مسافر لره سه روز ده
په حساب يې هغه دم دی
چې حدث شي نه بل دم دی
که موزه له پښو بدر کړې
بې حدثه پښې به تر کړې
مسحه درې خط جکول دي
په موزه باندې لاس مښل دي
که موزه شي هومره څيرې
چې درې گوتې ځي پرې ځيرې
نور پرې مسحه ناروا ده
دموزې خبر داده
که د لاسو پښو پرهار وي
زوړ لته تر پرهر جار وي
که صورت ته زيان رسېږي
مسحه هم باندې رغېږي
که يې زيان په وله کې نشته
ته يې پرې وينځه اوبه شته