نظم

فصل - ثواب د جماعت او د تکبير اولی

Khushal Khan Khattak

چې پخوا پيغمبران وو

چې د دېو امتان وو

نمونځ د دوی تنها تنها و

جماعت پرې ناروا و

يو نمونځ ښه دی له امامه

نه تنها چونصو ای عامه

دا کرم په نبي وشو

جماعت حکم په ده شو

جماعت چې تر لس تېر شي

ترهر څه يې ثواب ډېر شي

که سياهي شي کل سيندونه

کاغذ ځمکې اسمانونه

قلمونه شي دا ونې

همه يې پاڼې وړې پلنې

دا ثواب به تمام نه شي

که سړي فرښتې په کښه شي

د امام له جماعته

که نمونځ وشي دوه رکعته

له امام سره چې نماز شي

له اول تکبير دې ساز شي

تر دنيا چې پکې شته څه

دی تکبير اولی لا ښه

چې ثواب د جماعت دی

د تکبير اولی نيت دی

چې امام تکبير کوينه

ستا تکبير دی پسې وينه

که تر نيم الحمد رسينه

هم تکبير ودې شينه

که په دا کې هم درغل شي

په اول رکعت کې مل شي

دا لا هم اولی تکبير دی

روايت مې په ضمير دی