نظم

فصل - ثواب د مانځه چې ښه يې ادا کا

Khushal Khan Khattak

هم به موړ هم په سېراب وي

نه به دې په غم د آب وي

روښنايي به يې په گور وي

گور به ده ته لکه کور وي

په ښادۍ به په کې وينه

نو جنت لره ورځينه

په قيامت به يې مخ روڼ وي

تر مهتابه به لا جوڼ وي

پرې به بند د دوزخ ور وي

پرې به واز د جنت وروي

دا به هيڅ د هغه نه وي

چې ترک کړونی د مانځه وي

نمونځ چې ښه سړی ادا کا

خدای به خلد ورته عطا کا

په دنيا به يې مخ روڼ وي

و نېکانو ته به جوڼ وي

کام به مومي له نېکانو

په دعا د بزرگانو

چې يې ښه له لاسه کېږي

په درگاه به يې قبلېږي

برکت به يې په مال وي

په دنيا به کلان سال وي

په دعا چې لاس بلند کا

اجابت به پرې څرگند کا

له دنيا نه چې روان شي

ځنکدن به پرې اسان شي