نظم
فصل - شرطونه د زکات
Khushal Khan Khattakد زکات چې څوک طالب شي
په اته توکه واجب شي
پنځه شرطه په مالدار دي
دا په مال باندې په شمار دي
که د مال څښتن آزاد وي
بيا هاله زکات پرې زباد وي
دويم شرط د بلاغت دی
نابالغ ترې فراغت دی
دريم شرط يې دی د عقل
ثابت شوی دی په نقل
مسلمان دې وي ای ياره
څلورم شرط دا وشماره
پنځم شرط يې دوام دار دی
که بې قرض دنيا دار دی
چې په مال دي درې شرطونه
د ما ياد دي له اخونه
اول دا چې درست نصاب وي
کم نصاب په څه حساب وي
بل چې تېر ورباندې کال شي
هاله فرض زکات په مال شي
بل چار پای چې همگي وي
اخوري نه رمگي وي
که يې نه وي دا شرطونه
زکات نشته په مالونه