نظم
فصل - ذکر د امام چې حق لري
Khushal Khan Khattakچې درېږي څوک د وړاندي
امامت دې هغه کاندي
چې لوستل د قرآن ښه کا
مد و شد يې خطا نه کا
يا هغه چې فقيه تر وي
يا يې زهد معتبر وي
چې په دا کې واړه سم وي
په قامت دې مقدم وي
چې عالم راضي په ده وي
د هغه امامت ښه وي
که امام گنده بغل وي
امامت يې په خلل وي
چې سر وړاندې ږدي يا وروستو
يا تلوار کا په اخستو
بزه گار شي نه پوهېږي
که فتوا ده نمونځ به کېږي
نمونځ ښه سبک گذارل بويه
که امام شې چېرې زويه
قرات صحيح ادا کړه
خلق سبک خلاص کړه هم دا کړه
شام خفتن سبا درې واړه
جهر دا دی په رو دواړه
په فرښتو دسلام نيت که
هم سلام په جماعت که
که امام عورتينه وي
ماموم ښځې نرينه وي
نمونځ د ښځو پسې کېږي
دمردانو نه رغېږي
که څښتن د جراحت وي
وړاندې کېږي قباحت وي
که امام تړلی نيت وي
فرض گذاري به قرات وي
ته په ده پسې نيت وکړه
تطوع گذاره ښه کړه