نظم
فصل - ذکر د څلورو پاکيو
Khushal Khan Khattakمونځ گذار لره مسطور دي
دا څلور پاکي ضرور دي
اول پاکې اوبه بويه
د اسمان دي که له جويه
تن جامې څلورم ځای دی
واړه پاک حکم دخدای دی
که اوبه شي مستعملې
په پاکۍ کې شي درغلې
چې پرې غسل اودس وکړه
مستعملې دا اوبه کړه
چې پرې غسل ناروا دی
اودس هم باندې خطا دی
چې خيرن نمري پرېول شي
رنگ و بوی د اوبه بل شي
هغه هم دي مستعملې
شي دي زيات تر درې ځلې
مستعملې اوبه ياره
پليدي سره و شماره
که کثير فاحشې نه وي
کاروبار يې څه خو ښه وي
په صابون په شخار چې نور
که زعفران وي يا سره تور
د اوبو چې رنگ بل شان شي
اودس غسل ته نقصان شي
که يې بوی طعم بدل شي
هغه هم هسې خلل شي
همگي وينه روانه
پليدي لري ای جانه
د پرهار که د بسمل وي
د څاروي که د څه بل وي
هغه واړه دي نا پاک
پس دغوښو دي بې باک
د امام اعظم په قول
پليدي لري هر بول
الابول د څاروي
چې يې غوښې خوري سړي
چې په دا کې اختلاف دی
په اندک سړی معاف دی
غوشايه واړه پليدي دي
پرې پوهېږي چې سعيد دي
هر مارغه چې د خوراک دی
د همه وو پيخال پاک دی
يو د چرگ پيخال ناپاک دی
بل د بطې هم بر باک دی
هر مارغه چې ښکار کوينه
چې خوراک يې غوښې وينه
د هغه پنچال مکروه دی
پرې خبر بويه چې پوه دی
يا چې قی په ډکه خوله وي
د هغه بلغم اوبه وي
دا همه واړه پليد دی
چې يې ښه گڼي کورديد دي
پس خوردې په درې سلوک دي
پاک، پليد، مکروه مشکوک دي
د سړي پس خورده ښه ده
د کافر هم پاکيزه ده
د جُنب دنفاساء هم
لا د حيض د نساء هم
چې بې غوښه سړی خورينه
که څاروي که مارغه وينه
پس خورده يې گڼه پاکه
مگر چرگ بطه بد ژواکه
چې گندگي مندگي څرگند خوري
هله ښه له علف بندخوري
پس خورده د سپي سعيده
د هر دوه گڼه پليده
چې مکروه يې پس خوردې دي
مار و موش گربه دا درې دي
که د شلانډ که د نول
سره يو گڼه دا قول
چې د ځمکې خزنده دی
همگي دموش سره دی
چې پيشو وي مژک خوړلی
اوبه څښي اور بوز لړلی
ته يې وگڼه پليده
لايجوز نامفيده
پس خور دې دي چې مشکوک
نه پليدې نه ملوک
که په ماء يې پوره خوله ده
د قچرې ده دخره ده
هم اودس باندې رغېږي
که تيبون وکړې مونځ کېږي
که غرق که يې لعاب دی
په مشکو کو يې حساب دی
چې يې نه وي چاري وينه
لکه مچ مچۍ چې وينه
که د دوی غوندې څه نور وي
تاروگی که گونگټ تور وي
په اوبو کې که دا ومري
څوک دې بد گومان پرې نه وړي
که چندخه که ماهی دی
چې په ماء سره ژوندی دی
په اوبو کې که پراته وي
مړه روا هغه اوبه وي
که اوبه د خُم د څاه وي
يا دحوض پر تباه وي
مږک مرغۍ يا چرمښکۍ
چې کم زيات وي تر مرغۍ
که په څاه کې ومري پرېوځي
د سړي په نظر کښېوځي
ترې بېرون دې بوقې شل که
هم وضوء هم دې څښل که
که يو نه وي په کې دوه وي
مړه هاله چهل دلوه وي
که په کې اما سيده شي
واړه څاه دې پاکېزه شي
که سر که ده که گلاب دي
که د ونو پۍ آب دی
که خوړی شي شوده پۍ
که گني وي که مولی
په دا واړه جامه وله شي
که جامه دې آلوده شي
نجاست که دې په تن وي
په دا واړه دې شستن وي
هغه ځای چې د سجود وي
يا تر پښو لاندې موجود وي
که نجس تر درم زيات وي
مسئله ده نمونځ يې مات وي
که کشتار وي که مردار وي
چې يې پوست د چا په کار وي
په بسمل سره پاکېږي
بې بسلمه نه رغېږي
مگر پاک په دباغت شي
هاله زړه پرې فراغت شي
په سپي وو چې تکبير وکړه
دی به پاک په بسمل ته کړه
نمونځ پرې کړه بې دباغته
وايم ځه له روايته
د سړي گوشتو پوست دواړه
ناروا روا نور واړه
شرط په منځ کې دباغت دی
چې بسمل شي بې آفت دی