نظم

فصل - ذکر د طلاق

Khushal Khan Khattak

روايت په اتفاق دی

په څلور رنگه طلاق دی

يو سنت دی بل بدعت دی

بل بائن په شريعت دی

بل رجعي دی ويې نغوږه

پومبه وکاږه له غوږه

په دا باب قرآن گويا دی

څلور رنگه طلاق دا دی

چې سنت دی زماجانه

ته يې ونغوږه له مانه

که دې ښځه شوه بد ژواکه

چې ښه شي له حيضه پاکه

نزديکي ور سره مه کړه

يو طلاق ور کړه دا زده کړه

چې عدت ورباندې تېر کړه

بل طلاق به هله وير کړه

چې دويم حيض پرې تېر شي

په دويم طلاق به وير شي

چې دويم طلاق هم وير کړه

بيا به بل حيض پرې تېر کړه

نور په درې طلاق ولاړه

نا محرمه شوه مرداره

که دې زړه ورته بيا وشي

بويه دا چې په مېړه شي

که هغه يې کا طلاق

نور دې بيا شي درته حاق

بيا پرې نوې نکاح وکړه

چې پوهېږي هسې ته کړه

حلاله دا کار باله شي

چې عدت تېر کا هاله شي

که عورته حامله وي

حکم دا دی که دې زده وي

چې فارغه شي له باره

دا عدت سره وشماره

د بدعت طلاق دا شينه

چې په حيض يې ورکوينه

يا چې درې طلاقه ورکا

يوځل داهم بده چر کا

د بائن طلاق پوهېږي

خبردار شه که خبرېږي

چې طلاق څرگند ورنه کړې

کار په رمز کنايت ته کړې

چې مې لار په تا پرانستې

نه يې نور راسره نشتې

يا زما په ملک کې نه يې

يا دمور و د پلار ته يې

ما مور پلار وته بخښلې

يا نور گرځه مخ پوښلې

يا مې ته آزاده کړې

بېگانه مې يې نومړې

يا نکاح مو سره نشته

يا مباح مو سره نشته

يا مې ته عورته نه يې

يا پردۍ يې دخپل زړه يې

که دا هسې څه څرگند کا

چې په زړه کې طلاق بند کا

چې بائن طلاق وي دا وي

دوه که نيت که يو ادا وي

که په نيت کې درې لرينه

واړه درې طلاقه شينه

که ته ووايې ای عامه

چې په ما يې ته حرامه

يا نور زه حرام په تا يم

په داڅه شي درته وايم

که دې نيت د طلاقه وينه

شک ومه کړه طلاق شينه

که ته وايې ما دروغ وی

طلاق نه شي دا تا روغ وي

که په زړه دې طلاق وينه

يو بائن طلاق دا شينه

دا طلاق بائن طلاق دي

دخول بويه که مشتاق دي

که حلال دخدای ووايي

چې په ما حرام ونمايي

دا هم هسې رنگې کاردی

ستا په نيت سره مدار دی

که نکاح مېړه ته پرېږدي

يا پول زر ورباندې کېږدي

که په دا يې کا طلاقه

بائن شي له اتفاقه

بائين يو طلاق که دوه وي

په عدت عورتينه وي

که عدت ورباندې تېر شي

تر عدته ډېر لا تېر شي

د بائن نکاح مباح دی

که يې کا نوی نکاح دی

حلاله د بائن نشته

مسئله ده بې کاهشته

چې بائن طلاق صادر شي

په دا کار دې مرد حاضر شي

ژکه نور د زما دله

بيوه کاڼې د خپله

چې يو بل طلاق واقع شي

نور دې دی ځنې دافع شي

که يې بيا شوه چرې ياده

حلاله ده له استاده

بل طلاق رجعې دی ياره

تر بائن سپک يې وشماره

که ته ووايې ناچاقه

خپلې ژکې ته طلاقه

يا دې لفظ تر خولې بدر کړو

چې مې تاته طلاق در کړو

که دا هسې څه ظاهر کړې

يو رجعې طلاق ظاهر کړې

که دې درې طلاقه دينه

په زړه هم يو طلاق شينه

چې عدت باندې تېر نه وي

رجعت وکړه رجعت ښه وي

يا دخول ور سره وکړه

په خبره يې زړه ښه کړه

وايه ته مې يې عورته

يا يې کښل کړه له ښه نيته

يا کنار ورسره وکړه

يا درست کار ورسره وکړه

يا يې تن ته نظر بويه

رجعت دا دی زما زويه

که عدت پرې گذاران شي

بويه کار دې په دا شان شي

نوی عقد نوی کابين دی

کار دا هسې شان يقين دی

او نساء وي په عدت کې

نشته شک په روايت کې

نفقه دې ورکوينه

په ښه ځای دې يې ساتينه

رنگ و بوی جامې رنگينې

که گنډ گينې که ورېښمينې

آرايش دځان څو رنگ

زېب زينت په څو آهنگ

په عدت کې که يې کاندې

نشته دا په ښځه باندې

ځان دې خوار حيران ساتينه

چې ونه شي ورته مينه

په رجعې طلاق کې بويه

چې جدا نه ده له شويه

آرايش دې ورته کاندې

گوندې باندې شي پرې باندې

په رجعت کې رجعت وي

د گواهانو څه حاجت وي

د هلک طلاق هيڅ نه دی

که يې ورکاندي هم څه دی

لېونی هم په دا شان دی

چې طلاق يې بې نقصان دی

که دخمر مست مخمور دی

د هغه طلاق منظور دی