نظم
فصل - ذکر د وضو د سنتونو
Khushal Khan Khattakد اودس سنت چې زده دي
در ته وايم دوازده دي
تسميه د اودس نيت دی
بيا د لاسو طهارت دی
استنجا هم په دا شمار ده
چې د حکم په مقدار ده
بيا مسواک اوبه د خولې دي
بيا اوبه د پوزې ملې دي
بيا د غوږ مسحه هوښياره
بيا خلال د ږيرې ياره
بيا ساتنه د ترتيب ده
وله د وچولي نصيب ده
وله د هر اندام درې واره
دولس وشو ويې شماره