نظم

فصل - زکات د غواوو

Khushal Khan Khattak

د بقرې نصاب په سي دی

پس له کاله په سړي دی

يکساله خوسی دې ور کا

په صحرا چې کار د چر کا

تر څلوېښت څاروي چې تېر شي

په دا باب قولونه ډېر شي

اسان تر قول هم دا دی

تر شپېته يو يو روا دی

دوه څاروي يې تر شپېته شي

که څاروي په زياتېده شي

دو ساله دې په چهل وي

دا حساب دې په زړه تل وي

که دمېښې که د غوا وي

دواړه توکه لره دا وي

اوښ کټی که گوساله وي

معاف دا هم بزغاله وي

که يو کم څلوېښت بره وي

يو گوسفند زکات سره وي