نظم

في منقبت ابابکر صديق

Khushal Khan Khattak

ابابکر د دين نمر دی

يا رغار د پيغمبر دی

ځان يې ځار دده په لار دی

مال وملک يې ترې نثار دی

چې احمد راوړل له حقه

ده څه نه وی بې مصدقه

دی د دين په کار صديق و

ځکه نوم دده عتيق و

محمد چې څه ويلي

ده وو کل په زړه کرلي

چې يې زړه پاک و له شکه

د شک چار شوه ځنې حکه

د دين چار په ده تازه شوه

لور په لور يې آوازه شوه

په اسلام چې اولين و

خلافت يې نخستين و

دی لايق د خلافت و

د دين زيب و هم زينت و

څو اصحاب د پيغمبر وو

واړه خوښ دده په چر وو

دهمه صحابه سر و

خلافت يې معتبر و

شام دده په عهد صاف شه

روم دده په عهد ناف شه

چې دده په وخت خراب و

ابو مسلمه کذاب و

دعراق، د فارس ملکونه

ده نيولي په پوځونه

تل ولاړ د دين په راه و

ساحر کش و، کاهن کاه و

د کنگاش په وخت وزير و

د پرخاش په وخت امير و

ابوالفضل له ذوالفضل

دده نوم صاحب فضل

په من ذالذي نظر کړه

ځان دده په حال خبر کړه

هغه وخت چې سبزه پوش شه

جبرايل سره په دوش شه

لا په شمار و د کفارو

په کې کار و د ديندارو

نه يې بت وته سجود کړ

نه يې مخ په بل معبود کړ

نه زاني نه شراب خور و

نه ناراست په کار د پور و

صد رحمت يې په روان شه

جنتي يې پيروان شه