غزل فراق څه رنگه اوږده کړه په نن شپه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 فراق څه رنگه اوږده کړه په نن شپه د جوزا شپه يې يلدا شي په غمجن شپه 02 په فراق کې مې په سترگو خوب حرام شو په هيچا باندې ور مه شه دليچن شپه 03 چې ريبار ورته پيغام د وصال راوړي په هوس، هوس تېرېږي په مين شپه 04 د فراق په شپه اميد د وصال څه دی؟ که يې گورې په معنی کې ورکه ستن شپه 05 د دوهۍ ملنگ هم تېره کړه دوهۍ ته که تېرېږي په توانگرو په بړستن شپه 06 روغ عالم بېغمه خوب کا خبر نه دی چې په څه عذاب تېرېږي په دردمن شپه 07 و وصال وته هجران دی ورنيولی ښخه شوې ده د ورځې په لمن شپه 08 ورځ يې ما ليدلې نه ده په درست عمر خدا به نه کا سپين سبا د دروغجن شپه 09 دا نن شپه چې په خوشال د فراق راغله ور دې نه شي هسې سخته په دښمن شپه Dictionary meaning × Headword