نظم
غم ښادي چې په چا وېر شي
Khushal Khan Khattakغم ښادي چې په چا وېر شي
لکه وېر شي هسې تېر شي
سر رشته يې مونده نه شي
گوناگون د دور پېر شي
چې په خواه په خاطر نه وي
هسې چارې په تا ډېر شي
په هجران کې غم د يار وي
چې همېش تر زړه چاپېر شي
څو علاج دخپل زحمت کړم
کم بختي ده لا ډېر ډېر شي
هر چې وواته له سترگو
عاقبت له دله هېر شي
چې به سخته په خوشال کا
گوندې زر دده په څېر شي