غزل

غم خواري دا هسې چرې وي غمخورې

Rahman Baba

غم خواري دا هسې چرې وي غمخورې

چې به ما دلته کې ناست لرې ته دورې

هغه خدای چې د ستا مخ بله لمبه کړ

دا لمبه يې کړه زما په گوگل پورې

هم هغه دي زما تور لېمه سره کړي

چې يې ستا لاسونه سره کړه سترگې تورې

غل د سر و د مال غلا په توره شپه کا

ته په ورځ زما د سر و د مال چورې

اصيل نه دی چا پېرو دی نه يې پلوري

ته اصيل په ديدن پېرې هم يې پلورې

دا کوم رنگ د اشنايۍ او د يارۍ دی

چې زه ستا دمخ ثنا کړم ته مې زورې

درخانۍ په سل غمونو خدای اخته کړه

زه به ولې له تا زار کوم که گورې

زه و تا وته د ستا له جوره ژاړم

ته راواخلې سل گيلې نادرې نورې

د رحمان په عاشقۍ به آفرين کړې

که لږ مخ و آيينې ته کړې و گورې