غزل غم خواري دا هسې چرې وي غمخورې رحمان بابا د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 غم خواري دا هسې چرې وي غمخورې چې به ما دلته کې ناست لرې ته دورې 02 هغه خدای چې د ستا مخ بله لمبه کړ دا لمبه يې کړه زما په گوگل پورې 03 هم هغه دي زما تور لېمه سره کړي چې يې ستا لاسونه سره کړه سترگې تورې 04 غل د سر و د مال غلا په توره شپه کا ته په ورځ زما د سر و د مال چورې 05 اصيل نه دی چا پېرو دی نه يې پلوري ته اصيل په ديدن پېرې هم يې پلورې 06 دا کوم رنگ د اشنايۍ او د يارۍ دی چې زه ستا دمخ ثنا کړم ته مې زورې 07 درخانۍ په سل غمونو خدای اخته کړه زه به ولې له تا زار کوم که گورې 08 زه و تا وته د ستا له جوره ژاړم ته راواخلې سل گيلې نادرې نورې 09 د رحمان په عاشقۍ به آفرين کړې که لږ مخ و آيينې ته کړې و گورې د قاموس مانا × اصلي کلمه