نظم
غم په زړه کې بد غليم دی
Khushal Khan Khattakغم په زړه کې بد غليم دی
څو توانېږې خوار وه يې
يا تېره توره راواخله
خو چې وي هموار وه يې
يا غمخوار چېرته پيدا کړه
ورته کښېنه ښکاره وه يې
يا فرياد فرياد فرياد کړه
ژاړه تار په تاروه يې
يا خوشال غوندې زړه راوړه
ځای يې کړه انباروه يې