غزل

غم و درد وېره د سر د زړه آشوب

Khushal Khan Khattak

غم و درد وېره د سر د زړه آشوب

دا همه واړه پيدا کا عاشق توب

وايي ته په چا مين يې راته وايه!

بې له تا له نورو مينو توبا توب

خوږې شونډې دې په تن آب حيات دي

نوم يې شته لا هيڅوک نه دي پرې خړوب

ستا له تورو شهلا سترگو يې سيالي کړه

نرگس ځکه کېښود سر د دار په چوب

خار و خس به دې په لارې کې پرې نږدم

چې يې توږم د مژگانو په جاروب

واړه شونډې په لذت سره يو نه دي

څوک حلوا دي دنباتو څوک اتوب

لکه باز خال دی تنارو، دا ښکار دده دی

که څه شي زما د زړه په تلاتوب

دا زما د سترگو اوښې وينې نه دي

د ويشتلي زړه له سترگو ځي زهوب

ستا د مخ په ياد يې دواړه له زړه ولاړل

د خوشال د زړه ارام، د سترگو خوب