نظم

غندنه د بادشاه او دده د حال

Khushal Khan Khattak

يا خوشال خټک کافر دی

قاضي کښلی پر محضر دی

چې پادشاه پرې نه گروهېږي

نه يې زړه باندې نرمېږي

يا بادشاه په ځان جهود دی

د مومن آزار يې سود دی

په دا منځ کې داور خدای دی

ورمعلوم د هر چا رای دی

بادشاهان چې ستم ناک شي

په خلل دخلقو ژواک شي

بادشاهان چې نا انصاف شي

خلق خوار په هر اطراف شي

بادشاهان چې بې تميز شي

چې عزيز وي نا عزيز شي

بادشاهان چې بې خبر شي

کار د ملک واړه ابتر شي

بادشاهان چې ناحق جن شي

اور يې پورې په لمن شي

د بادشاه طاعت د ځان دی

دده عدل دجهان دی

د اورنگ عدل بخښلی

خود دعدل کار خټلی

خدای خبر په دا بادشاه دی

چې گمراه دی ډېر گمراه دی

که رښتيا وايم ابليس دی

ډک په مکر په تلبيس دی

سزاوار دی د لاحول

نه سوگند لري نه قول

په فريب په مکر طاق دی

دخناسو په اخلاق دی

ظلم کار دی ستمگار دیف

نه په زويه نه په پلار دی

ټول ارکان دده گورگان دي

تعيين شوي په جهان دي