غزل
گل و سړي ور کړه چې خوشال په يوه گل شي
Khushal Khan Khattakگل و سړي ور کړه چې خوشال په يوه گل شي
خره غوا په نظر کله د گل په پشتاره کا
د بې ننگو پښتنو له غمه ما
لويي پرېښوه، و نيوله کمه ما
دا هم ښه که په دا کار کې هومره کار وي
چې که واخيست انتقام له گرمه ما
چې د ننگ گوهر مې مات شو، دواړه سترگې
په ژړا نه کړې يو دم بې نمه ما
هغه در مې په لاس نه راغی بېړيه
استاده کړه په ساحل له يمه ما
هغه ملا مې چې په هوډ سره لوی غر وه
په ناکام کړه و مغول ته خمه ما
هم د بخت و ماته شا شوه، هم د خلکو
په مغول کړ ځکه مخ له همه ما
که مې لاس وای په رضا مې به کې نه ښول
د مغول په لوري دوه قدمه ما
د هغو د خولې کږې خبرې اورم
چې خبره ورته نه کړه سمه ما
ذم د خپلو د پرديو را معلوم شو
که هرڅو ساته خپل ځان له ذمه ما
په هغو لويو خبرو شرمسار يم
چې هر چاوته اېستې له فمه ما
سل غندنې، پېغورونه رادوڅار شول
چې به ځان ساته همېش له ذمه ما
دا لم مې هيڅ الم سره سم نه دی
که ليدلي دي هزار المه ما
مگر بخت را سره بيا مدد آغاز کا
چې فارغ کا د اندوه له غمه ما
هاتي ځکه په سر لوني تورې خاورې
چې خبر کړ د خوشال له غمه ما