غزل
گم گشته د گم گشته سره رفيق شو
Khushal Khan Khattakگم گشته د گم گشته سره رفيق شو
گم گشتن د دواړو تنو په تحقيق شو
د شرابو جام په لاس، شاهد بازي کا
شېخ د شهر عبادت پرېښو، زنديق شو
يو يې اصل، سره دوه اويا مذهبه
خدايه څه بني ادم فريق، فريق شو
عشق څه هسې اسان نه دی، هومره خلکه!
په بلخيو کې خو يو سړی شقيق شو
د اسمان دستوريو هم وبله فرق دی
ځکه غوره په يارانو کې صديق شو
چې توفيق ور سره مل شو کار اسان دی
کل مدار د واړو خلکو په توفيق شو
ازاده به له چا طمع، اميد نه کا
چې به تمه له چا کا، کله عتيق شو
د غليم مهر په هېچا باندې نه وي
يو فساد ورباندې کاندي چې شفيق شو
و خپل بخت و ته تسليم کړه چې غليم دې
همگي دغم په بحر کې غريق شو
نور که شل پيالې اخلي دی دې سل څښې
چې خوشال د باده نوشو په طريق شو