غزل

گرم خو نه يم چې له درده سره ښورم

Khushal Khan Khattak

گرم خو نه يم چې له درده سره ښورم

نور به ډکې پيالې اخلي زه به گورم

لاله زار به شگفته په هغه ملک شي

چې باران د دواړو سترگو باندې وورم

وايې زړه له مانه وژغوره که ښه کړې

کشکې ستا له لاسه خلاص شي، زه يې ژغورم

ځان به درکړم، مچه راکړه، ښه سودا ده

که يې ته په بها پېرې زه يې پلورم

په دا راز به هر بې نياز کله خبرېږي

چې خوشال راته دعا کا زه يې زورم