غزل گوره بيا به څوک ادا کا په زړه غونډه Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 گوره بيا به څوک ادا کا په زړه غونډه چې دا هسې مسته درومي مخ بربنډه 02 ته چې گل د اشنايي له باغه غواړې خبر زده کړه دهجران له خار و خنډه 03 طالبان که مرور دي، هم پخلا دي بې مطلوبه د چا نه رسي دا هنډه 04 ما ر ستم د دهر وليده په سترگو دخپل يار له جوره ژاړي له کونډه 05 دعاشق د لاغريه سبب دا دی چې فرقه دمعشوقو شوه په زړه ټنډه 06 زه به حورې دجنت بې ياره څه کړم خدای دې سروه د چا نه کاندي ارهنډه 07 سخت ساعت د بېلتانه به مې هېر نه شي که را ډکه شي د تور لحد گور هنډه 08 زه رحمان د هغه حسن دعا گوی يم چې جرگه دعاشقانو وي پرې پنډه Dictionary meaning × Headword