غزل گوره بيا به څوک ادا کا په زړه غونډه رحمان بابا د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 گوره بيا به څوک ادا کا په زړه غونډه چې دا هسې مسته درومي مخ بربنډه 02 ته چې گل د اشنايي له باغه غواړې خبر زده کړه دهجران له خار و خنډه 03 طالبان که مرور دي، هم پخلا دي بې مطلوبه د چا نه رسي دا هنډه 04 ما ر ستم د دهر وليده په سترگو دخپل يار له جوره ژاړي له کونډه 05 دعاشق د لاغريه سبب دا دی چې فرقه دمعشوقو شوه په زړه ټنډه 06 زه به حورې دجنت بې ياره څه کړم خدای دې سروه د چا نه کاندي ارهنډه 07 سخت ساعت د بېلتانه به مې هېر نه شي که را ډکه شي د تور لحد گور هنډه 08 زه رحمان د هغه حسن دعا گوی يم چې جرگه دعاشقانو وي پرې پنډه د قاموس مانا × اصلي کلمه