نظم
حبش په مکه راغی
Khushal Khan Khattakحبش په مکه راغی
چې مکه کاندي ويرانه
قريشو جنگ ونه کړ
تار په تار ولاړل له ميانه
چې وخت د محمد شو
عرب سلوم شول په مېړانه
مدار په ښه سردار دی
نور څه مه وايه ای ځوانه
چې مير د لښکر مرد وي
گرانه چار شي پرې اسانه
که صبر که همت دی
فتح يوسي له ميدانه