نظم حمام Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د حمام ده ډېره نفع تن دې سپک کا نرمه طبع 02 ماغزه ساز کا مشام واکا تن له چرکه مصفا کا 03 ستوماني له تنه دور کا زړه دننه په سرور کا 04 پاکيزه کړه د زړه ونه صاف کړه درست گوگل دننه 05 چرک جدا کاندي له تنه د سود چاره ده روشنه 06 په ساړه د برد دافع دی په غارمه کې لا نافع دی 07 چې حمام له څوک ورځينه مړه گېډه ښه نه وينه 08 څه دې لږ کوټې وخورينه چې حمام لره ورځينه 09 په حمام کې دې سوړ ځان کا که ژر ووځي دځان زيان کا 10 له سړو اوبو بيا گوره ځان له باده نه وژغوره 11 طعام وخوره بيا اوبه خوره مه ماهي مه طعام ته خوره 12 چې بېرون شې له حمامه هغه ورځ هم شپه تمامه 13 دخول مه کوه ای ځوانه گڼه نه به وې ای جانه Dictionary meaning × Headword