نظم
حق د خدای په بنده باندې
Khushal Khan Khattakحق د خدای په بنده دا دی
چې دا وايي خدای يکتا دی
يکتايي په ده ښايينه
يگانه دی تل به وينه
نه شريک نه يې انبار شته
نه يې عجز نه نياز شته
د خدای امر دې منينه
پر طاعت دې کاندي مينه
نواهي که معاصي وي
له همه وو دې خلاصي وي
که دا حق د خدای په ځای کا
خلد به ځای دده خدای کا
ور به نه شي تر دوزخه
د دېو خوا به نه شي يخه
حق د مور و پلار چې ياد دی
په قرآن کې يې اسناد دی
په اولاد باندې دا شان دی
چې ويلی په عيان دی
هر فرمان دې يې منينه
چې تر خولې يې څه ووځينه
نامشروع امر دې نه کا
نور دې جز و کل هر څه کا
چې يې مور و پلار زاړه شي
که غارمه يې که ساړه شي
مظلمه يې په اولاد ده
دا خبره د استاد ده
پخپل ځان دې يې خدمت کا
ځان د دوی دې په رحمت کا
که خوراک وي که پوشاک وي
د دوی کار دې پر تپاک وي
مگر امر نا مشروع وي
په هغه دې ځان ممنوع وي
نور دې هر څه قبلوينه
اطاعت دې يې منينه
د مور پلار په کار دې وياړي
مصلحت دې ځنې غواړي
زوی دې واړه هغه کار کا
چې پرې حکم مور و پلار کا
که يې ملک وي که يې مال وي
مور و پلار ته دې پايمال وي
حق د مشر ورور بسيار دی
مشر ورور هم لکه پلار دی
که حرمت کوي د مشر
ستا به هم حرمت کا کشر