نظم
حق د خوېش و اقرباء
Khushal Khan Khattakچې فرض شوي په هر چا دی
حق د خوېش و اقرباء دی
چې صله رحم څوک ښاد کا
خدای به دې په ښادۍ ښاد کا
چې الفت له اقرباء کا
دده ځای به خدای ماوا کا
په قيامت به دا درې گروهه
خلاص فارغ وي له اندوهه
په دنيا به په ايمان ځي
و جنت ته به خندان ځي
چې شلوون کا له خوېشانو
هغه دی له دوزخيانو
چې مين په اقرباء وي
ډېر به دې په دا دنيا وي
د رسول د خولې وينا ده
شک پرې مه کړه په رښتيا ده
چې دعرش تر سايه لاندې
به هغه وي چې دا کاندي
يو چې خوښ ترې اقرباء وي
پل چې مال يې د دنيا وي
دی خوروي په دروېشانو
خير خيرات کاندي يارانو
بله کونډه فرزندداره
د شوهره نه وېزاره
لوڼه زويه خپل ساتينه
بل مېړه نه يادوينه
د يتيم په حق خبر شه
له ثوابه بهره ور شه
له يتيم څښتن د مال وي
مال په ده باندې حلال وي
که يې نور په ظلم زور خوري
څو يې خوري د دوزخ اور خوري
د يتيم نمنځنه فرض ده
په درست کلي لکه قرض ده
چې يې لاس په سر څکوينه
تفقد باندې کوينه
يا ثمر يا شکر ور کا
زړه يې خوښ په ما حضر کا
د يتيم په خوشنودۍ
خدای به ور کا بهبودۍ