نظم
حق د شاگرد په استاد باندې
Khushal Khan Khattakپه استاد د شاگرد حق دی
چې اخستی يې سبق دی
په معنی لکه فرزند دی
چې دده په حکم بند دی
شفقت چې په پسر کا
په شاگرد دې لا بهتر کا
تل دې ښه څه ورکوينه
چې اغوندي يا يې خورينه
شريعت دې ورښيينه
عبادت دې ورښيينه