نظم
حق د همسايه گانو
Khushal Khan Khattakحق چار د همسايه دی
پر مايه که بېمايه دی
په ښادۍ دده ښادمن شه
په غمونو يې غمجن شه
چې هر کار لره دې بولي
قدم ږده دده په غولي
په رنځور يې کړه پوښتنه
مهر مه نيسه دده نه
حجاب وباسه له ميانه
که وام پور غواړي له تانه
ور کوه زړه يې خوشال کړه
دستگيري يې په خپل مال کړه
د ښادي يې تهنيت کړه
د ماتم يې تعزيت کړه
که خالي در خانه کړه
د کاله يې خصمانه کړه
که سفر لره روان شي
دده پاتو فرزندان شي
خصمانه د دوېو تل کړه
لوی هلک واړه خوشدل کړه
عزم کش د همسايه شه
په ثواب بلند پايه شه
قبلوه دده رنځونه
په ده مه ږده خپل غمونه
چې د تا ده تر ميان وي
که دېوال وي که دالان وي
لوړول دې يې هاله وي
هغه وخت چې دده زړه وي