غزل حقيقت راته معلوم شو د هر چا Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 حقيقت راته معلوم شو د هر چا باور نشته په اشنا په نا اشنا 02 چې په سر دې سوگند خوري ورځنې ډار کړه يوه ورځ به ستا د سر و کا سودا 03 د هر چا نه چې دې طمع د وفا وي هم هغه درته ښکاره شي بې وفا 04 يا څو و دا جهان واړه بې وفا و يا دما په دور ډېره شوه جفا 05 آدميت له ادميانو نه خدای واخيست تر دوه پايو نه بهتر وينم چار پا 06 که هندو که مسلمان که بل فريق دی په هېچا کې به بيا نه مومې رښتيا 07 نه د دين د چارې شناخت، مهر و فا شته نه په شرم ننگ څوک اړ دې د دنيا 08 د تقليد رسم عادت يارۍ خپلوۍ کا د هر چا نظر په خپله مدعا 09 همگې واړه ياران د خپل مطلب دي بېهوده ناز و منت کاندي په تا 10 مخامخ دې په ثنا په صفت سر شي سل بلا درباندې وايي پسې شا 11 دد او دام تر دې سړيو نه بهتر دي ای خوشاله ځه له شره په صحرا Dictionary meaning × Headword