غزل

حیران یم! نه پوهېږم چې زه څه یم؟ څه به شم؟

Khushal Khan Khattak

حیران یم! نه پوهېږم چې زه څه یم؟ څه به شم؟

له کومه یم راغلی، بیا به کوم لوري ته ځم؟

خبر د هغو تللیو هېڅ په بیار ته بیا رانغی

له حاله له احواله یې که هر څو څوک پوښتم!

دلې چې څوک لیده شي، نن میشته په دا بان‌‌‌‌‌‌ډه کښې

آخر یې له دې ځایه وار په وارې تله ګڼم

جهان یو کټوری شو، زه په مثل د مېږي یم

حیران پکې جار وزم، لاس او پښې پکښې وهم

ګاهې زړه په هېڅ ښه کړي، ګهې زړه په هېڅ بد کړي

په کام، که په ناکام یم دواړه باد دي پیمایم

دنیا و ته چې ګورم، کاروبار ته د وګړي

دا وړکیو تماشې دي، زه یې هم ورسره کړم

چې ته پرې مبتلا یې، که دې مال دی، که دې ملک دی

دا واړه بې له خوبه، بې له خیاله نه وینم

چې تور ویښته دې سپين شول، خوی دې نور نه شو خوشحاله!

باور وکړه اوس ناحق د سړي نوم در باندې ږدم!