غزل
حيران يم، نه پوهېږم، چې زه څه يم څه به شم
Khushal Khan Khattakحيران يم، نه پوهېږم، چې زه څه يم څه به شم
له کومه يم راغی بيا به کوم لوري ته ځم
خبر د هغو تلليو بيا په بيار ته چا رانه وړ
له حاله له احواله يې که هر څو څوک پوښتم
دلې چې څوک ليده شي، نن مېشته په دا بانډه کې
اخر يې له دې ځايه وار په وارې تله گڼم
جهان يو کټوری شو زه په مثل د مېږي يم
حيران په کې جاروځم لاس و پښې په کې وهم
په هيڅ کله زړه ښه کړي کله زړه په هيڅ بيا بد کړي
په کام که په ناکام يم واړه باد دی پيما يم
دنيا وته چې گورم کاروبار ته د وگړي
د وړکيو تماشې دي زه يې هم ورسره کړم
چې ته پرې مبتلا يې که دې مال دی، که دې ملک دی
دا واړه بې له خوبه بې له خياله نه وينم
چې تور ويښته دې سپين شول خوی دې نور نه شو خوشاله!
باورکړه اوس ناحق د سړي نوم درباندې ږدم